د قومي اسمبلۍ سپيكر او ډپټي سپيكر د چمن چاؤدنه وغندله

image

اسلام آباد ۔10 اګست (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري چمن كښې په مال روډ د شوې چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر او ډپټي سپيكر غم جنو كورونيو سره خواخوږي كولو سره ووئيل ترهګر د هېواد او قام دښمنان دي او دوئي خپلو ناوړه سازشونو سره د هېواد امن له مينځھ وړل غواړي۔ دوئي ووئيل ټول قام د ترهګرو په ضد يو موټې دې او شرخوښي عناصر دې ډول ناوړه كارروائيو سره د ترهګرۍ په ضد زمونږ مضبوطې ارادې كمزورې كولې نه شي۔ دوئي د شهيدانو لوړو درجو او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں