چين د كورونا وائرس وبا په مهال د پاكستان په زړه پورې مرسته كړی٬ د قحطې ملخانو صورتحال په قابو كښې دے

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی)د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن لېفټينټ جنرل محمد افضل وئيلي دي چين د كورونا وائرس وبا په مهال د پاكستان په زړه پورې مرسته كړی٬ د قحطې ملخانو صورتحال په قابو كښې دے ٬كراچۍ كښې به په ډرينز د ګل ورځې څخه كار پېل شي۔ده د زيارت په ورځ د چين د اړخه هزار بائي پېپ ونټيليټرز وركولو په موقع دستورې ته وېنا كوله۔ده ووئيل پاكستان او چين خپلو كښې نزدې ملګرتيا لري٬تېرو څلورو مياشتو په مهال دا ملګرتيا نوره هم قوي شوې۔۔ده ووئيل چين په پاكستان كښې د كورونا وائرس وباﺀ په مهال په زړه پورې مرسته كړی۔ده ووئيل پاكستان كښې د كورونا وائرس كيسونه كم شوي۔وباﺀ له ختمه شوې نه ده۔بايد اولس احتياطي تدابير وكړي۔ده ووئيل د سپريم كورټ احكاماتو له مخې د كراچۍ په ډرينز د كار منصوبه بندي روانه ده۔د ګل ورځې څخه به په دې كار پېل كولے شي۔په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير ژاؤ جنګ ووئيل د كورونا وائرس وبا د نورو هېوادونو پشان پاكستان او چين لپاره هم چېلنج دے٬پاكستان هغه وړومبې هېواد دے كوم چې د چين په دې معامله كښې تر ټولو اول مرسته كړې۔ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم د چين حكومت او اولس مرستې لپاره تر ټولو اول اعلان كړے۔د چين حكومت او اولس په دې د پاكستان د وزيراعظم او اولس مننه كوي۔ده ووئيل د پاكستان او چين د هڅو په وجه په صورتحال قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې او دا يوه معجزه ده چې د پاكستان حكومت او اولس په كورونا وائرس دومره زر قابو وموندلو۔ده ووئيل پاكستان كښې سبا د آزادۍ ورځ ده پاكستان سره اړيكې وخت په وخت قوي كېږي۔ده ووئيل مونږ په دې خوشحاله يو چې د پاكستان حكومت په دې وباﺀ قابو موندلو كښې مهم كردار ترسره كړے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں