كامياب جوان توسيعي پروګرام مهمه كاميابي ده، د توسيعي سكيم له مخې د قرض زيات نه زيات حد د 50 لكه نه دوه نيم كروړو ته رسولے شوے

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي كامياب جوان توسيعي پروګرام مهمه كاميابي ده، د توسيعي سكيم له مخې د قرض زيات نه زيات حد د 50 لكه نه دوه نيم كروړو ته رسولے شوے، په پروګرام كښې د شموليتي بېنكونو شمېره د درې نه 12 ته رسولے شوې، د جي آئي ډي سي په اړه د عدالت پرېكړه خوشبينه ده. د زيارت په ورځ په ټويټر په خپلو پېغامونو كښې ده ووئيل حكومت د وړوكې او مېنځنې درجې كاروبار او د روزګار موقعې زياتولو لپاره كامياب جوان توسيعي پروګرام پېل كړے. ده ووئيل د توسيعي سكيم له مخې د قرض زيات نه زيات حد د 50 لكه نه دوه نيم كروړو ته رسولے شوے، په پروګرام كښې د شموليتي بېنكونو شمېره د درې نه 12 ته رسولې شوې. د وزيراعظم صلاحكار ووئيل توسيعي پروګرام سره به په هېواد كښې د روزګار موقعې راپېدا شي. ده د ګېس انفراسټركچر ډوېلپمنټ سيس په اړه د سترې محكمې د پرېكړې هركلې وكړو او وې وئيل دې سره د پپیسو ريكورې له مرسته تر لاسه شي. ده ووئيل هغه د حكومتي ډلې په خاص توګه د اټارني جنرل د دفتر، د خزانې وزارت او د پېټروليم د وزارت ښه كارونه ستائي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں