د ژوند حقيقي احساس د آزادۍ ستر نعمت نه غېر نيمګړے دے۔ آزاد هېواد زمونږ د مشرانو د عظيمو قربانيو مېوه ده

image

اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټول اولس ته د آزادۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د ژوند حقيقي احساس د آزادۍ ستر نعمت نه غېر نيمګړے دے۔ آزاد هېواد زمونږ د مشرانو د عظيمو قربانيو مېوه ده۔ كشمير كښی په محاصره كړې شوي اولس او په هند كښې په اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو روان ظلم او زياتې د قائداعظم محمد علي جناح د قومي نظريې حقيقت ثابتوي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل وزيراعظم عمران خان د قائداعظم دلارښودنې اصولو په رڼا كښې فلاحي رياست جوړولو له هڅې كوي۔ دبې وزله او وروستې پاتې طبقو خېر ښېګړه د هغه لومړۍ ترجيح او دقانوني سرلوړي د ھغه مقصد دے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں