اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې په ترسيلات زر، د هېواد د زرمبادله پانګو په صورتحال او په دې كښې د لا زياتوالي لپاره په مجوزه تجويزونو او اقداماتو په اړه غونډه د ګل په ورځ اسلام آباد كښې شوې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د خزانې صلاحكارانو ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، شهزاد اکبر، ډاکټر عشرت حسين، د پاكستان اسټېټ بېنك چيئرمېن ډاکټر رضا باقر، د خزانې سېكرټري ،د اېف بي آر چيئرمېن او د ايف بي آر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې په غونډه كښې په ترسيلات زر، د هېواد د زرمبادله پانګو په صورتحال او په دې كښې د لا اضافې په مجوزه تجويزونو او اقداماتو غور وشو۔ وزيراعظم د جولائي كال 2020 په مهال بهر هېوادونو څخه د مېشته پاكستانيانو لخوا په رالېږلو ترسيلات زر كښې په واضح اضافه د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د هېواد او قام قيمتي اثاثه ده ، د ترسيلات زر پحقله بهرنيو پاکستانيانو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وزيرِاعظم د خزانې وزارت ٬ اېف بي آر او د مركزي بېنك ګورنر ته امر وكړو چې ترسيلات زر او د هېواد په زرمبادله كښې اضافې لپاره نور اقدامات او تجويزونه وركړي دغسې چې د هېواد دننه او بهر مېشه پاكستانيانو ډاډګيرنه وشي او ھغوي د هېواد معيشت په استحكام كښې زياته برخه واخلي۔