په هېواد كښې ټېكس كلچر ته وده وركولو٬ ټېكس وركوونكو لپاره اسانۍ راپېدا كولو٬ د كاروباري ټولنې اندېښنې لرې كولو او اېف بي آر د بدعنوانه عناصرو نه پاكولو ته حكومت پام لرنه كوي

image
APP57-20 ISLAMABAD: August 20 - Prime Minister Imran Khan chairs a meeting on FBR reforms. APP

اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په هېواد كښې ټېكس كلچر ته وده وركول٬ ټېكس وركوونكو لپاره اسانۍ راپېدا كولو٬ د كاروباري ټولنې اندېښنې لرې كولو او اېف بي آر د بدعنوانه عناصرو نه پاكولو ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي ٬ د ټېكس نظام٬ وصولې او د ريفنډز په نظام كښې دې اټومېشن ته خام پام وكړے شي٬ ټېكس فارم دې په ترجيحي بينادونو اسان كړے شي٬ په پولو د ټولو كراسنګ پوائنټونو موثره څارنې لپاره دې انتظامات باوري كړے شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په فېډرل بورډ آف ريونيو كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج اخستنې د مشرې كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزير حماد اظهر٬ د اطلاعات او خپرونو وزير سېنېټر شبلي فراز٬ د منصوبه بندې وزير اسد عمر٬ د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬ د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحاتو صلاصكار ډاكټر عشرت حسېن٬ خاص مرستيال لېفټېننټ جنال ﴿ر﴾ عاصم سليم باجوه او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن وزيراعظم د روانو اصلاحاتو او تراوسه د شوي پرمختګ په اړه خبر كړو۔ د غونډې په مهال وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئيل په هېواد كښې ټېكس كلچر ته وده وركولو٬ ټېكس وركوونكو لپاره اسانې پېدا كولو٬ د كاروباري ټولنې اندېښنې لرې كولو او اېف بي آر د بدعنوانه عناصرو نه پاكولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د ټېكس نظام٬ وصولې او د ريفنډز په نظام كښې دې اټومېشن ته خام پام وكړے شي٬ ټېكس فارم دې په ترجيحي بينادونو اسان كړے شي۔ ده د اېف بي آر چيئرمېن ته هدايت وكړو چې په پولو د ټولو كراسنګ پوائنټونو موثره څارنې لپاره دې انتظامات باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں