د پاك سعودي اړيكې كوم تاؤ ترښوالے نه لري ٬ د اسرائيل په تسليمولو غور نه دے روان٬ هند مقبوضه كمشير د نړۍ په لوي زندان كښې بدل كړے

image

اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ جوهدري وئيلي دي پاك سعودي اړيكې تاؤ ترښوالے نه لري ٬ سعودي عرب سره قوي اړيكې لرو٬ پاكستان د حرمين شريفين تحفظ له لوظي دے٬ د اسرائيل تسليمولو په كومه معامله غور نه دے روان٬ د فلسطين په اړھ د پاكستان په موقف كښې كوم بدلون نه دے راغلے٬هند مقبوضه كشمير د نړۍ په لوي زندان بدل كړے۔د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې نزدې اړيكې لري كومې چې په شريك مذهب ٬ كلتور او سماجي خپلولۍ تړلې شوي۔وياند ووئيل پاكستان د حرمين شريفين تحفظ له لوظي دے۔وياند ووئيل پاكستان د او آئي سي رابطه ډله كښې د سعودي عرب كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔وياند په ډاګه كړه چې د فلسطين په اړه د پاكسان په موقف كښې بدلون نه دے راغلے۔ د اسرائيل تسليمولو په كومه معامله غور نه دے روان۔د كشمير په اړھ وياند ووئيل د هندو انتها خوښو د اړخه د پيغمبر(ص) په شان كښې د ګستاخۍ كولو سخته غندنه كوو۔ ده ووئيل دا د مسلمانانو راپارولو لپاره يو سازش دے۔هند كښې د اقليتونو سره ظلم چا څخه پټ پناه نه دے۔د كشمير په اړه وياند ووئيل هند مقبوضه كشمير د نړۍ په لوي زندان بدل كړے چرته چې د تير يو كال راهسې پوځي محاصره روانه ده۔ وياند د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د بشري حقونو په خلاف ورزو د هند محاسبه وكړي۔ ده ووئيل هند په جبر او ظلم سره د كشميرانو هلو ځلو ته زيان نشي رسولے۔ د كلبهوشن ياديو كيس په اړھ ده ووئيل د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه كښې څلور نكات شامل وؤ ۔ كلبهوشن له قونصلر رسنه وركول هم په دغې كښې شامل وه

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں