وزيراعظم عمران خان كوئټه ته ورسېد۔ ګورنر امان الله ياسين زئۍ او وزيراعلی جام كمال خان وزيراعظم ته هركلے اووې

image

کوئټه ۔ 11ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان كوئټه ته رسېدلے دے ۔ په هوائي مېدان ده ته د بلوچستان ګورنر امان الله ياسين زئۍ او وزيراعلی جام كمال خان هركلے اووې۔ وزیراعظم به بلوچستان كښې د باران او سېلابونو د لاسه ځپلے شوو سيمو كښې د شوي زيان ٬ د ريليف ګامونو او صوبه كښې د پرمختيائي منصوبو د جاج اخستو غونډې مشري كوي۔ وزیراعظم به كوئټه كښې د صوبائي كابينې غړو سره ملاقات هم كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ٬ د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل هم وزيراعظم سره ملګري دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں