د صدر مملكت په مشرۍ كښې ګورنر هاؤس سندھ كښې د لوړې كچې غونډه ٬ بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كاروباري شخصياتو ګډون

image

اسلام آباد ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې ګورنر هاؤس سندھ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه كومه كښې چې بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كاروباري شخصياتو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم شريك وو۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو كښې ملک ریاض حسېن ، عقیل کریم ډھیډی ، عارف حبیب ، محمود مولوی ، د فاطمه ګروپ فواد مختار، د لیک سټی هولډنګ ګوهر اعجاز، د سیفائر شاهد عبداللہ، د یو اېس ګروپ میاں محمد احسن ، طارق رفیع، احمد تبا او ندیم فېروز شامل وو۔ غونډه كښې په راوی سټی او بنډل آئی لېنډ منصوبو بريفنګ وركړے شو۔ غونډه كښې سرمايه كارو د وزيراعظم تعميري صنعت لپاره په پورته كړې شويو ګامونو د بشپړه باور څرګندونه وكړه۔ د غونډې په مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل راوی سټی او بنډل آئی لېنډ منصوبې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره زړه راكښونكې دي۔ دې منصوبو سره به د روزګار بلها موقعې رامخې ته شي

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں