د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد د اقتصادي سفارت كارۍ ودې په اړه غونډه

image
APP58-23 ISLAMABAD: September 23 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting regarding Economic Outreach Initiative. APP

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د اقتصادي سفارت كارۍ ودې پله مهمې پريكړې كړي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان پھ مشرۍ كښې د هېواد د اقتصادي سفارتكارۍ ودې لپاره د ” اكنامك آؤټ ريچ اپيكس كمېټي”جوړولو پريكړه شوې۔د اقتصادي سفارتكارۍ ودې په حقله خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف فوكل پرسن غوره كړے شوے۔د اړوندو وزارتونو٬د صوبائي محكمو او د نورو ادارو ترمينځه كوآرډينېشن او لپاره د ” اكنامك آؤټ ريچ كوآرډينېشن ګروپ جوړولو پريكړه شوې”۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر٬سيد فخر امام٬سېنېټر شبلي فراز٬فواد احمد٬خاص صلاحكارو عبدالحفيظ شېخ٬عبدالرزاق داؤد٬خاص مرستيالو ډاكټر معيد يوسف٬ډاكټر فيصل سلطان٬ذوالفقار عباس بخاري او نورو افسرانو ګډون وكړو۔د وزيراعظم مېډيا آفس له مخې په غونډه كښې د هېواد د اقتصادي سفارتكارۍ ودې په حقله د هېواد پوټ يوټېنشل٬پیښو چېلنجونو او په هغې قابو موندلو په اړه روډ مېف وزيراعظم ته وړاندې كړے شو۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل د اقتصادي سفارتكارۍ وده د وخت حاجت دے۔ده ووئيل د اقتصادي سفارتكارۍ ودې سره به نه يوازې بهرنو هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي بلكې معاشي مېدان كښې به د موجوده صلاحيت څخه بشپړه ګټھ پورته كړی شي۔وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته سپارښټنه وكړه چې په بېلو څانګو كښې خوښي لرونكو بهرني سرمايه كارو له هر ممكنه آسانۍ وركول باروي كړے شي

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں