د پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان او د وزيراعظم د پټروليم خصوصي مرستيال نديم بابر خبري كنفرنس

image
APP48-24 ISLAMABAD: September 24 - Minister for Energy Omar Ayub Khan and Special Assistant to Prime Minister on Petroleum, Mr Nadeem Babar addressing press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان او د وزيراعظم د پټروليم خصوصي مرستيال نديم بابر وئيلي دي د ګاز څانګې ګرځنده قرض 250 اربه روپو ته رسېدلے ۔ په ژمي كښی اېس اېس جی سی سسټم كښې د ګېس كمے 400 اېم اېم سی اېف ډی او اېس اېن جی پی اېل سسټم كښې د 300 اېم اېم سی اېف ډی پاتې كېدو امكان دے۔ (ن) لیګ او پیپلز پارټۍ د تېلو او ګاز پنګو لټولو له ګامونه نه دي پورته كړي ۔ هېواد كښې د تېلو او ګاز پنګې د 7.5 فیصد نه كمېږي۔ د سندھ حكومت د ګاز پائپ لائن لپاره د 17 كلوميټره لارې اجازه تر دې دمه نه ده راكړې۔ ګاز پائپ لائن له كه زر لاره رانه كړې شوه نو صورتحال خرابېدې شي۔ ده ووئېل 17 کلومیټر پائپ لائن سره اضافی 150 اېم اېم سی اېف ډی ګیس رسېدې شي۔ د ګاز په كمبوت قابو موندلو له به اېل اېن جي درآمد كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكره۔ د پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان ووئيل ژمي موسم له به مونږ له د ګاز منصوبه بندي كول وي۔ او دې لپاره سي اېن جي او نورو يو شمېر څانګو ته د ګاز رسنه بندېدې شي۔ ده ووئيل د سندھ حكومت څخه دې پوښتنه وكړې شي چې راهداري ولې نه راكوي۔ په يخنۍ كښې د ګاز طلب سوا كېږي۔ په وېټېج اېورېج د ګاز د قيمت تعين نه كېږي ځكه دا مسئله به وي او د ګاز كمبوت به وي۔ ده ووئېل مونږ په دې معامله يو ګېس كنفرنس كړے او د دې حل له هڅې روانې دي۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال نديم بابر ووئيل سندھ او په خاص توګه كراچۍ كښې د ګاز فشار كم دے۔ تېر كال د اېس اېس جی سی سسټم كښې 1120 نه تر 1150 اېم اېم سی اېف ډی ګاز راتللو كوم چې اوس 960 نه 970 اېم اېم سی اېف ډی ته راغلے دے۔ ده ووئېل تېر كال جون مياشتې څخه كے الېكټرك ته 100 اېم اېم سی اېف ډی اېل اېن جی ګاز وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ پورټ قاسم څخه د اېل اېن جي رسنې له 1700 کلومیټره اوږد پائپ لائن غزول غواړو۔ دې لپاره سندھ حكومت بايد زمونږ مرسته وكړي۔ ده ووئيل تېر حكومت 5 كاله كښې د كوم نوي بلاك لپاره لائسنس جاري نه كړو۔ موجوده حكومت 10 نوو بلاكونو له لائسنس جاري كړے۔ ده ووئيل آئی ډی سی سره اړوندې د سپريم كورټ پرېكړې ته بيا كتنې له 4 كمپنيو درخواستونه جمع كړي۔ ده ووئيل كه صنعتونو او نورو څانګو ته د كم فشار د لاسه د ګاز رسنه بندولو او صارفينو ته وركول راپغاړه شؤ نو دغسې به كوؤ ولې چې د كورونو صارفينو ته د ګاز وركړه زمونږ ترجيح ده۔

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں