اسلام آباد۔ 29 ستمبر (اے پی پی) كابينې ته وئيلي شوي د سبا نه ګرد هېواد كښې تعليمي ادارو كښې به تعليمي سرګرمۍ بحال شي او د درې كروړه كوچنيانو سكولونو كښې د زده كړو لړۍ به بحال شي۔ كابينې په دې خبره زور راوړو چې د كورونا په ضد دې د ماسك اچولو پشمول په ټولو حفاظتي تدبيرونو سختۍ سره عمل وكړے شي۔ وفاقی کابینې د برطانېې ایئرلائن ورجن اټلانټک له د پاكستان او برطانيې ترمينځھ د پروازونو پېل كولو او د ټی سی پی لخوا د درآمد كېدونكو عنمو په حقله پري شپمنت ايجنسيانو ته د پري شپمنټ انسپېكشن ون ټائم او د افغانستان په اړه د مجوزه وېزه پالېسۍ اصولي منظوري وركړه۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي کابینې غونډه وشوه. غونډې ته د قرضونو او د هغې د ادا كولو په اړه مفصل معلومات ورکړے شول. کابينې ته په مالي كلونو 2018 ، 2019 او 2020 كښې د حكومتي قرضونو په اړه بريفنګ كښې وئيلې شول موجوده حکومت ته 30 ټریلیون ډالره قرض په میراث كښې پاتې دے . د دې قسطونو ادا كولو لپاره او هېواد د غريبۍ او لوږې نه ساتلو له حكومت نور پورونه واخستل۔ كابينې ته ووئيل شؤل چې موجوده حكومت د بهرنيو قرضونو په مد كښې نزدې د 24 اربه ډالره قرض اغستے كومې څخه چې دوه اربه ډالره عبوري حكومت پورته كړي ۔ د بهرنو قرضونو په مد كښې تېر حكومت كښې هر كال نزدې د 5 نيم اربه ډالره شرح په حساب قرض بېرته وركړے شوے ولې د موجوده حكومت په دور كښې هر كال نزدې د 10 اربه ډالره په حساب قرضې بېرته وركړے شوے ۔ كابينې ته ووئيل شؤل په حكومتي قرضونو كښې به كال 2019ﺀ كښې 7.7 اربه ډالره اضافه شوې ۔ د کووېډ د لاسه نزدې د يو كھرب روپو آمدن ځپلے شوے۔ 2.1 کھربه روپۍ د پخوانو حكومتونو لخوا د اخستے شوو قرضونو ستنولو په په قسطونو وركولو كښې وركرې شوي۔ يو كھرب روپۍ د حكومت لخوا د كېش بوفر په توګه كېښودلې شوې۔ پرائمری خسارہ 2019 كښې 1.5 کھربه نه 2020 كښې يو كھرب پاتې شوې۔ په تېرو 12 كلونو كښې په اولني ځل تر مارچ مياشتې پرائمري سرپلس 0.2 کھرب روپۍ وو ولې د كورونا د لاسه دا وځپلے شو۔ کابینه خبر کړې شوه چې په تیرو دوو کلونو کښې د حکومت لخوا مهم ګامونه اخستلې شوي. په دې كښې پرائمري خساره كښې ښكاره كمې راوستل ٬ د تبادلې بيعه ثبات کول ، د داخلي او بهرني پورونو کیفیت او نوعیت ښه کول ٬ د پورونو په اړه نوي پراډكټ معارفي كول او مختلف نور ګامونه شامل دي۔ کابینې ته ووئيل شول اوسنی حکومت د هیواد صادراتو زیاتوولو او د فارن اېكسچېنج پنګو زیاتوالي ته پام لرنه کوي. غونډې ته د انرژۍ په سېكټر كښې د روانو اصلاحاتو او په خاص توګھ د قرضونو د کمولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ کابینې ته ووئيل شول د تیر حکومت پالیسیو له امله په 2018 مالي کال کښې کلنی انتقالي قرضې 450 اربه روپۍ وې۔ که چرې د موجوده حکومت لخوا بېلا بېل اقدامات نه وو شوېي نو دا قرض به په 2020 كښې 853 اربه ته تلے ؤ او په كال 2023 كښی به دې كښې 1610 اربه روپۍ اضافه شوې ۔ كابينې ته ووئيل شول د حکومتي ګامونو په نتيجه كښې په کال 2020 کښی د 853 اربه روپو ګرځنده قرض كښې 3 سوه رابه روپو نه زيات كمے راغلے او سږ كال د ګرځنده قرض اندازه 538 اربه روپۍ لګولې شوې ۔ دغسې كابينې د برطانېي ائيرلائن ورجن اټلانټك له د پاكستان او برطانيې ترمينحھ د پروازونو د جاري كولو منظوري وركړې ۔ كابينې د ټي سي پي لخوا د درآمد كېدونكو غنمو په حقله پری شپمنټ ایجنسیانو ته د پری۔شپمنټ انسپیکشن ون ټائم منظوری هم وركړې ۔ دغسې کابینې د افغانستان په اړه د مجوزہ وېزہ پالیسۍ اصولي منظوري هم وركړه۔ کابینې د محترمې آمنه بی بی د اېنسلسټ فار بائيولوجيكل ډرګز په توګه د غوره كولو منظوري هم وركړه۔ کابینې د پاکستان میډیکل کمېشن ایکټ 2020 له مخې د میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل د صدر او نائب صدر (ډاکټر ارشد تقی او علی رضا) د تعيناتۍ منظوري هم وركړه۔ دغسې كابينې د سید حسین عابدی د چئیرمین پاکستان کونسل آف سائنټیفک اېنډ انډسټریل ریسرچ اسلام آباد د غوره كولو منظوري هم وركړه۔ كابينې ته د ټېلي مېټري سسټم تنصيب په معامله د شوې انكوارئرۍ رپورټ هم وړاندے كړے شو۔ كابينې د احمد نواز سکھیرا د اسلام آباد کلب اېډمنسټرېټر تعیناتولو منظورې كولو سره د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 23 ستمبر 2020 غونډه كښې د شوو پرېكړو منظوري وركړه او د توان كمېټۍ د 24 ستمبر 2020 غونډه كښې د شوو پرېكړو ئې توثيق هم وكړو۔