اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ د كوېت سفارت دوره كړې۔ په دې موقع د كوېت سفير نصر المطهري د خارجه وزير هركلے وكړو۔ خارجه وزير د کوېت د پخواني امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل د دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورلۍ اړيكې لري۔ خارجه وزير د ارواښاد بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔ ده د كوېت امير په مړينه شاهي كورنۍ ٬ د كوېت حكومت او اولس سره غمرازي وكړه۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د ارواښاد په حكومت كښې د پاكستان او كوېت ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې پراخه شوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئېل ارواښاد د يو سوله خوښي ٬ امن پسند او د مشفق واكمن په توګه پېژندلې كېدو۔ په دې موقع خارجه وزير د غمرازۍ په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔ د کوېت سفير نصر المطهري سفارت ته په ورتللو او د ارواښاد لپاره د غمرازۍ په څرګندونه د خارجه وزير مننه وكړه