د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز سره د اے پي اېن اېس عهديدارو ملاقات

image
APP24-07 KARACHI: October 07 - Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz in a meeting with members of Pakistan Broadcasters Association. APP Photo by Saeed Qureshi

کراچۍ 07 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينېټر شبلي فراز سره د اے پي اېن اېس عهدېدارو ليدلي دي ۔ په دې موقع د اې پي اېن اېس صدر حميد هارون وفاقي وزير د پرنټ ميډيا او په خاص توګه د سندهي ورځپانو مسئلو په اره په تفصيلي توګه خبر كړو۔ په دې موقع د اے پي اېن اېس عمومي سېكتر سرمد علي او نورو عهدېدارو هم خبرې وكړې۔ سنېټر شبلي فراز ووئيل ستاسو په ليدو زيات خوشحاله شوے او ځان پخپلو كښې ناست محسوسوم، زما نېك مرغي ده چې زما د وزارت تعلق ليكونكې طبقے سره دے۔ده ووئېل زه خپل ستاسو د كورنۍ نه ګڼم٬ ستاسو مسئلې حل كېدونكې دي٬ كوم كسان چې د صحافت پېشې سره تعلق نه لري ھغه به د خپلو صفونو نه ويستل وي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل ډمي ورځپاڼې په ګوته كول دي٬ دا عناصر د عاملو خبريالانو اهميت متاثره كوي٬ په دې لړ كښې د اے پي اېن اېس مرسته پكار ده۔ ده ووئيل د پاکستان تحريك انصاف حکومت د اشتهاراتو د اجراء مېكېنزم سپېځلے كړے٬ داسې نظام غواړو چې پكښې د چا اجاره داري نه وي بلكې ټولو ته يو ډول موقعې ترلاسه وي٬ د چارو په سپېځلې ډول چېلدو كښې د ټولو مسئلو حل پروت دے۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د سندھ پشمول نورې سيمه ايزې ورځپاڼې مونږ لپاره زياتې مهمې دي

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں