د وفاقى وزير اعظم خان سواتي په کوئټه كښې ډپټي اسپيكر قاسم سوري٬ سينيټر احمد خان خلجي او سينيټر ېکهده بابر سره خبري كنفرنس

image
APP28-07 QUETTA: October 07 - Federal Minister for Narcotics Control Azam Khan Swati along with Deputy Speaker National Assembly Qasim Khan Suri addressing a press conference at Press Club. APP photo by Mohsin Naseer

کوئټه 07 اکتوبر (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي وفاقي وزير سنيټر اعظم خان سواتي وئيلي دي كرپټ لارِښود خپل كرپشن ختمولو او كاروبار بجچ كولو لپاره راغونډ شوي٬ نوازشريف بھګوړه دے چا چې عدالتونو سره دغا كړې٬ عوامي نېشنل پارټي اوس د باچا خان ګوند نه دے پاتې، خيبرپښتونخوا څخه د اے اېن پي نامه ختمه شوې ٬ عوامي نيشنل پارټى به د خيبر پښتونخوا غوندې بلوچستان څخه هم ډېره زر ختمه شي٬ قاچاقبر د راتلونكي نسل دښمنان دي٬ ميډيا او د سول سوسائټۍ په مرسته به په قاچاقبر زمكه تنګوٶ٬ د نشه اي توكو لعنت د كورونو او تعليمي ادارو پشمول هر ځائ خپور شوے ٬ د افغانستان څخه په زمكيزو لارو 80 فيصده نشه اي توكې د بلوچستان د لارې راځي ٬ راتلونكي د سينټ الىكشن كښې به اكثريت ترلاسه كوٶ٬ دغسې چې په ادارو كښې اصلاحات لپاره خنډان ختم شي او د خوږ هيواد تعمير لپاره د راتلونكو نسلونو سر په وياړ هسك كړؤ شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم سوري٬ سينيټـر احمد خان خلجي او سينيټر ېکهده بابر٬ د تحريك انصاف لارښود نظر بلوچ اېډوكيټ ،باري بړيچ ،ادريس تاج او آصف خان ترين سره په ګډه كوئټه پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان صادق اور امين سياستمدار دے ٬ د ماضي د حكومتونو ګند ختمولو لپاره د وخت ضرورت دے ۔ ده ووئيل كرپټ مشران خپل كرپشن ختمولو او كاروبار بچ كولو لپاره راغونډ شوي٬ نوازشريف بھګوړه دے چا چې عدالتونو سره دغا كړې۔ ده ووئيل راتلونكې وخت به د تحريك انصاف او زمونږ د اتحاديانو وي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن د ډاکټرعارف علوي څخه صدارت او د ھغه زوي قاسم خان سوري څخه په قامي اسمبلۍ كښې د ډپټي سپيكر اليكشن بيللے ، ده ووئيل د سينيټ په اليكشن كښې به د بلوچستان پشمول ګرد هيواد كښې تحريك انصاف اكثريت ترلاسه كوي۔ ده ووئيل قاچاقبر د راتلونكي نسل دښمنان دي٬ ميډيا او د سول سوسائټۍ په مرسته به په قاچاقبرو زمكه تنګوٶ٬ د نشه اي توكو لعنت د كورونو او تعليمي ادارو پشمول هر ځائ خپور شوے ٬ د افغانستان څخه په زمكيزو لارو 80 فيصده نشه اي توكې د بلوچستان د لارې راځي

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں