سېنېټر شبلي فراز د نوموړي ديني عالم مولانا ډاکټر عادل خان وژنه په کلکه وغندله

image

اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر ، سېنېټر شبلي فراز د نوموړي دیني عالم مولانا ډاکټر عادل خان وژنه په کلکه غندلې او وئیلي یې دي چې هیواد دښمنه عناصر به د اړي ګړي خپرولو په خپلو ناوړه ارادو کې پاتې راشي. هغه دا خبره د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټوئټر خپور شوي په خپل ټویټ کښې کړې. هغه ووئیل چې د مولانا ډاکټر عادل شهادت ډېر د افسوس وړ دے۔ وفاقي وزیر ووئیل چې هیواد دښمنه عناصر به هېواد كښې د اړي ګړي خپرولو خپلو ناوړه ارادو کې پاتې راشي. هغه د ارواښاد لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں