د جے سي سي په راتلونكې غونډه كښې به چين سره د ډي آئي خان ۔ ژوب هائي وے منصوبې فنډنګ په اړه خبرې كېږي۔ اسد عمر

image

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي د جے سي سي په راتلونكې غونډه كښې به چين سره د ډي آئي خان ۔ ژوب هائي وے منصوبې فنډنګ په اړه خبره كېږي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د غونډې مشرۍ په مهال كړې چې پكښې په اسلام آباد كښې د پاکستان او چين ترمېنځه د سي پېك له مخئ د موجوزه جے سي سي په غونډه مشاورت وشو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ٬ مواصلات او خارجه چارو سېكترانو پشمول د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن ٬ د سي پېك له مخئ په بېلا بېلو څانګو كښې د جوړ كړي وركنګ ګروپس مشرانو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ته د مجوزه جے سي سي غونډې په اېجنډا بريفنګ وركړے شو۔ اسد عمر ووئيل په غونډه كښې به د سوات اېکسپرېس وے فېز ټو، د پېښور، ډي آئي خان موټر وے پشمول د ګرېټر پېښور ماس ټرانزټ د نوې منصوبو په شاملولو خبرې كېږي۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې صنعتي مرسته به زياتېږي٬ په خاص اقتصادي زونز كښې به د چين سرمايه كاري راځي چې ورسره به په لويه كچه پاكستان ته د چين ټېكنالوجي منتقل شي۔ په غونډه كښې د رشكئۍ ٬ دهابيجي او علامه اقبال انډسټريل سټي ٬ فېصل آباد اقتصادي زون د پېشرفت جاج هم واغستلے شو

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں