اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د تعليمي ادارو پرانستلو پرېكړه به د جولائي په 2 مه نېټه د زده كړو وزيرانو غونډه كښې كولې شي۔ يو ډول نصاب زمونږ د منشور برخه ده۔ مونږ يو ډول نصاب جوړ كړے ۔ د مثالي نصابي كتابونو نه وروستو به قانون سازي كوؤ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د تعليم او تربيې په مطالبات زر كښې د كمي كولو په تحريكونو بحث راغونډولو كښې وفاقي وزير ووئيل د تعلیم څانګې په حقله د مخالفې ډلې په اخلاص شك نه كوؤ۔ د شخصی سکول د پرانستلو اجازه وركړې شوه نو لوئې شمېر شخصي سكولونه پرانستلے شؤل ۔ طبقاتي نظام تعليم هم دغه وخت وده وكړه او بېل بېل نظام تعليم رامخې ته شو۔ ده ووئيل تر سركاري سكولونو هغه خلق محدود پاتې شول څوك چې د نجي سكولونو مالي بوج پورته كولې نه شي۔ مدرسو ته هغه ماشومان لاړل د چا څوك د تپوس نه وو۔ د مدرسو خپل نصاب ؤ كوم چې سركاري نصاب سره هېڅ تعلق نه لرلو۔ دغسې هېواد كښې درې قسمه نظام تعليم رامخې ته شو۔ ده ووئيل زمونږ عدالتونو ٬ حكومت او كارپورېټ كښې انګريزي نظام روان ؤ۔ده ووئېل د سركاري سكولونو زده كوؤنكو له په اعلی ملازمتونو كښې ځائې موندل كړان شو۔ د مدرسو نظام ډېر وروستو پاتې شو۔ ده ووئېل تحریک انصاف خپل منشور كښې ليكلي دي چې طبقاتي نظام تعليم ختمولو سره به يو ډول تعليمي نظام خپلول وي۔ ده ووئيل ټولو صوبو د يو ډول نظام تعليم په معامله مرسته كړې ۔ مونږ يو نصاب جوړ كړے۔ د پرائمرۍ نصاب جوړ كړے شوے ۔ ده ووئيل مونږ به مثالي نصابي كتابونه جوړوؤ۔ او دغې څخه وروستو به قانون سازي كوؤ۔د پاکستان د نجی، سرکاری سکولونو او ديني مدرسو تر 5 م جماعت نصاب به يو ډول شي۔ده ووئېل د اتحاد تنظیم المدارس په شمول ټولو په دې اتفاق كړے چې د ټولو مدرسو كوچنيان به سركاري امتحانونو كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل د کورونا چېلنج سره ټوله نړۍ مخ ده۔ ځكه مونږ د مارچ په 7 مه نېټه د تعليمي ادارو بندولو پرېكړه كړې وه ا و د اپرېل اولنۍ اونۍ څخه مو د ټېلي سكول پرانسته وكړه