د تېلو په بېعه كښې په نړيوالو منډيو كښې د شوې اضافې په تناسب سره مو كمه اضافه كړ

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د تېلو په بېعه كښې په نړيوالو منډيو كښې د شوې اضافې په تناسب سره مو كمه اضافه كړې، په پاكستان كښې د تېلو بېعې په سوئيلي اسيا كښې تر ټولو كمې دي، د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په دور كښې د مافياز سرپرستي شوې او د پلټنو په عمل كښې خنډ پېدا كړے شوے. د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د تېلو په بېعه كښې په اضافه پاليسي بيان وركولو سره ده ووئيل چې حقائق دا دي چې د اوپېك په باسكټ بېعه كښې 48 فيصده اضافه شوې. په نړيوال ماركيټ كښې په 46 ورځو كښې د تېلو په بېعه كښې 112 فيصده اضافه شوې. كه په دې شرح مو په پاكستان كښې اضافه كوله نو دا 41 روپې جوړېده، خو حكومت د پېټرول په بېعه كښې د 41 په ځائ 25 روپې او د ډيزل په بېعه كښې د 24 روپې په ځائ د 21 روپې اضافه كړې. ده ووئيل چې سره د دې هم نه يوازې په نيمه وچه كښې بلكې د سوئيلي اسيا په مقابله كښې هم په پاكستان كښې د پېټروليم مصنوعاتو بېعې ټيټې دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں