د شاه محمود قرېشي د بار کونسلز صدور، سېكترانو او عهدېدارو لله د چېكونو وركولو دستورې ته وېنا

image
APP05-29 ISLAMABAD: June 29 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi distributing cheques amongst office bearers of different bar counsels of Punjab, in a ceremony held at Ministry of law and justice. APP

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت د عدليه په خپلواكۍ او د قانون په حكمرانۍ باور لري، د وکيلانو خېر ښېګړې ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي ۔ دا خبرې شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ په قانون او انصاف وزارت كښې د پنجاب د مختلف بار کونسلز صدور، سېكترانو او عهدېدارو له د چېك وركولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په خاص توګه ګډون كولو ۔دغسې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، چيف وهپ ملك عامر ډوګر، د قامي اسمبلۍ غړي ملك کرامت کھوکھر هم په دستوره كښې ګډون كولو۔ مخدوم شاه محمود قرېشي قانون او انصاف لپاره پارلماني سېكرټري مليکه بخاري سره په ګډه د پنجاب بار کونسل، ډسټرکټ بار لاهور، ډسټرکټ بار ملتان اعلي عهديدارو له د وفاقي حكومت لخوا چيكونه وركړل۔ په دې موقع خارجه وزير ووئېل حكومت د وکيلانو خېر ښېګړې ته پام لرنه كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئېل دا فنډز د بارز اېسوسي اېشن خېرښګړې لپاره په بجټ كښې په خاص توګه بېل كړے شوے ٬ مونږ دا ګڼو چې د باراېسوسي اېشن آزادانه حېثيت په ځائ ساتلو لپاره مالي خپلواكي زياته ضروري ده ۔ ده ووئيل د سختو حالاتو باوجود د بار کونسلز ضرورياتو او مسئلو له مخئ د دوي خيال ساتلو لپاره هڅې كوٶ۔ په دې موقع وكيلانو خارجه وزير د خپلو مسئلو نه خبر كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د وكيلانو ورورولۍ ته د ورمخې ته مسئلو ادراك لرو او حكومت به د وكيلانو مسائل حل كولو لپاره هر ممكنه اقدامات كوي۔ په دې مهال خارجه وزير د وكيلانو ورورولۍ له د دوي د مسائلو په تجرجيحي بنيادونو د حل كولو باور وركړٶ

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں