کشمیر كښې د انسانانو وينه بهيږي، شهریار خان آفریدی ټويټ

image

اسلام آباد 01 جولائی (اے پی پی) د کشمیر کمیټۍ چیئرمین شهریار خان آفریدی وئيلي دي کشمیر كښې يو بل درې كلن ماشوم هندي عسكرو د هغه د نيكه نه مرګ نه پس نيولے دے ، د پرمختللي نړۍ غبرګون چرته دے، کشمیر كښې د انسانانو وينه بهيږي۔ د شورو په ورځ په سماجی رابطه ويب سائټ ټويټر خپل يو پیغام كښې ده ووئيل نن په كشمير كښې يو بل درې كلن ماشوم د هغه د نيكه د مرګ نه پس نيولے شوے، د پرمختلليو هيوادونو غبرګون چرته دے۔ د لائن آف کنټرول هغه پلو وينې بهيږي۔ شهریار خان آفریدی په خپل ټويټ كښې دوه عكسونه هم شئير كړي چې پكښې يو د سوريه ماشوم مړے د سمندر په غاړه په اوبو كښې پروت دے او دويم عكس كښې مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د لاسه درې كلن ماشوم د خپل نيكه مړي ته ناست دے

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں