وزيراعظم عمران خان د سي ډي اے د هاٶسنګ سېكټر پرمختګ او په اسلام آباد كښې د ټرافېك ښه نظام باوري كولو لپاره د اقداماتو ستائنه وكړه

image

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان اسلام آباد كښې د څلورو لويو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ د بنياد تيګه اېښودو دستوره د زيارت په ورځ وشوه ۔ وزيراعظم چې د كومو منصوبو د بنياد تيګه اېښودې په ھغې كښې د راول دېم چوك انټرچېنج٬ د كورنګ پل٬ د پي ډبليو ډي انټرچينج او د آئي 15 د پرمخيتائي منصوبې وړومبنے پړاٶ شامل دے۔ په دې موقع وزيراعظم ته اسلام آباد كښې د بېلا بېلو پرمختيائي مصوبو په اړه بريفنګ هم وركړے شو ۔دا منصوبې به كېپټل ډوېلمپنټ اتهارټي بشپړوي۔ راول ډېم چوك انټرچېنج د ټرافېك روانه ساتلو منصوبه ده كومه چې به سي ډي اے په 24 مياشتو كښې پخپلو مالي وسائلو بشپړوي٬ کورنګ پل او د پي ډبليو ډي انډر پاس منصوبې په بالترتيب په 15 او 17 مياشتو كښې بشپړولې شي ۔دې لپاره به فنډز د پي اېس ډي پي څخه خرڅ كولے شي او دا منصوبې د اسلام آباد اېکسپرېس وے او خوا اوشا سيمو كښې د رابطه سړكونو ټرافېك باوري كولو لپاره دي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں