اسلام آباد 06 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي پاكستان برتانیې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، د كورونا وائرس په دې سخت وخت كښې د برتانيې حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو،د كورونا له امله د ټولې نړۍ معیشتونه ځپلے شوي،این سی او سی هيواد كښې د كورونا په ضد د كوټلو هلو ځلو مركز دے۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د برتانيې هائی كمشنر كرسچن ټرنر سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، د كوویډ ۔ 19 صورتحال او د میډیا څانګه كښې مرستې ته د ودې وركولو په اړه خبرې شوي۔ د اطلاعات او خپرونو وزیر سېنېټر شبلی فراز ووئيل پاكستان برتانیې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ دواړه هيوادونه خپلو كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل برتانیه كښې د كورونا وباﺀ له امله په شوي ځاني زيان دړديدلي يو۔په دې سخت وخت كښې مونږ د برتانیې حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو۔ سېنېټر شبلی فراز ووئيل د كورونا وباﺀ د عزم او همت سره په مقابله كولو د برتانيې د هڅو ستائنه كوو ۔ ده ووئېل كورونا يوه نړيواله وباﺀ ده، دې له ماتې وركولو له به په ګډه هڅې كول وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د وړومبۍ ورځې څخه اولس د كورونا څخه محفوظه ساتلو او معاشی ستونزو څخه بچ كولو لپاره په متوازن تګلاره عمل كوو۔ هيواد كښې د سمارټ لاك ډاؤن تګلاره ګټه وره ګرځيدلې ۔ ده ووئېل د كورونا له امله د نړۍ معیشتونه ځپلے شوي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د پرمختګ كوونكو هيوادونو قرض كښې ریلیف لپاره هڅې پيل كړي۔ د خوشحالۍ خبره دا ده چې جی 20 هيوادونه قرض كښې ریلیف وركولو لپاره ښه كردار ترسره كوي۔وفاقي وزير سېڼېټر شبلی فراز ووئيل