اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) خاص غونډه د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ پيښور كښې وشوه د غونډې مشري خیبر پښتونخوا وزیراعلٰی كوله، په غونډه كښې د این سی او سی نیشنل كوآرډینیټر لیفټیننټ جنرل زمان خان او نورو غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د لوي آختر په اړه د څاروو منډیانو لپاره په اېس او پیز او تجاویز خبرې وشوي۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د كووېډ ۔ 19 له امله 20 كسان مړه شوي چې پكښې 17 كسان په روغتونونو كښې او درې په كورونو كښې مړه شوي۔ دا مهال هيواد كښې د كووېډ ۔ 19 ایكټو كيسونو شميره 27 زره 421 ده۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د كووېډ ۔ 19 پازیټو كيسونو شميره 1 زره 176 وه۔په دې مهال 22 زره 56 د كورونا ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 10 زره 480، پنجاب كښې 7 زره 23، خیبر پښتونخوا كښې 1 زره 733، اسلام آباد كښې 1 زره 644، بلوچستان كښې 639، ګلګت بلتستان كښې 102، آزاد كشمیر كښې 436 ټیسټونه شامل دي۔هيواد كښې تر اوسه د كووېډ ۔ 19 له امله د ښو شوو كسانو شميره 2 لكه 41 زره 26 ته رسيدلې۔ آزاد كشمیر،ګلګت بلتستان اور بلوچستان كښې كوم هم رنځور په وینټیلیټر نشته۔هيواد كښې د كووېډ ۔ 19 رنځورانو لپاره بيل شوو يو زر 859 وینټیلیټرز كښې په 227 رنځوران پراته دي۔ د كووېډ ۔ 19 له امله د مړو شميره 5 زره 842 ده چې پكښې سندھ كښې 2 زره 151 كسان مړه شوي ٬ د تيرو 24 ساعتو په مهال 13 كسان روغتونونو كښې او 3 كسان په كورونو كښې مړه شوي۔ پنجاب كښې د كووېډ ۔ 19 له امله 2 زره 116 كسان مړه شوې ۔ خیبر پختونښوا كښې يو زر 178 كسان مړه شوي چې پكښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 2 كسان په روغتون كښې مړه شوي۔ اسلام آباد كښې د كورونا له امله په مجموعی توګه 164 كسان مړه شوي چې پكښې د تيرو 24 ساعتو په مهال روغتون كښې د كووېډ ۔ 19 يو رنځور مړ شوے ۔ بلوچستان كښې 136 كسان مړه شوي۔ ګلګت بلتستان كښې 48 كسان مړه شوي چې پكښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كووېډ ۔ 19 يو رنځور په روغتون كښې مړ شوے ۔دغسې آزاد كشمیر كښې د مړو شميره 49 ته رسيدلې۔ تر اوسه په هيواد كښې 18 لكه 90 زره 236 د كورونا ټول ټیسټونه شوي دي