اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) د رياستونو او سرحدي چارو وزارت هيواد كښې د ميشته 14 لكهه رجسټرډ ( پی او آر) كارډز لرونكو او د 8 لكهه افغان نیشنل كارډ لرونكو كډوالو د پاتي كيدو موده كښې پراختيا لپاره وفاقی كابینې ته سمری ليږلې ده خو د كابینې څخه تر منظوریدو به دغه كډوالو ته ټولې آسانۍ ترلاسه وي۔۔ دا خبره دې ياده وي ټول هيواد كښې د رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كيدو موده په 01 جولائی ختمه شوې ده ۔ ټول هيواد كښې دا مهال 22 لكهه څخه زيات افغان كډوال ميشته دي