په محنت هر مشكل حل كېدے شي ٬ ځوانان چې په كوم فيلډ كښې محنت كوي د ھغي په سوب به هېواد پرمختګ كوي

image

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري قام ته د آزادۍ ورځې مباركي وركولو سره په ځوانانو زور رواړې چې ځوانان په كوم فيلډ كښې دي محنت دې وكړي ځكه چې په خوارۍ هر مشكل حل كېدے شي، اسلام د تحمل، زغم او انسانيت چې كوم درس وركوي په ھغې عمل كولو سره مونږ د پاكستان نامه په نړۍ كښې روښانه كولې شو كوم چې به ټولې نړۍ ته د امن او سلامتيا پېغام وركوي۔ اے پي پي سره خپله خاص مركه كښې ده ووئيل زه ټول قام له د آزادۍ ورځل مباركي وركوم۔ ده ووئيل 73 كاله اګاهو قائد اعظم د مسلمانانو مشرۍ كولو سره چې څنګه پاكستان تر لاسه كړے مونږ په هغې فخر كوو۔ ده ووئيل علامه اقبال د مدينې د اسلامي رياست خوب ليدلے ٶ چرتا چې انصاف وي ، سياسي، مذهبي او په اقتصادي توګه د اسلام له مخې خپل ژوند كول آسان وي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هم ھغه اسلامي او فلاحي رياست جوړولو لپاره هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں