اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د هېواد د غذائي استحكام په اړه د پاليسۍ جوړولو ذمه وار دے. دا خبره د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي سېكرېټري عمر حميد خان د ګل په ورځ د ايشين ډوېلپمنټ بېنك﴿اے ډي بي﴾ ډائرېكټر ياسمين صديقي سره د وېډيو لنك د لارې مبلاقات كښې كړې. په دې موقع بانك د پاكستان د كركيلې په څانګه كښې د تحقيق او صلاحيت زياتولو په لړ كښې په مرسته كولو كښې خوښي ولرله. د ايشين ډوېلپمنټ بېنك ډائرېكټر ووئيل زمونږ بېنك د غذائي تحظ او د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره مرسته كول غواړي چې په نتيجه كښې به ئې فصلونو ته تحفظ وركړے شي. په پروژه كښې په تكنيكي بنيادونو د ډېټا جمع كولو طريقه كار هم شامل دے. دې اقدام سره به زرعي څانګه وده وكړي