اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان سنټرل كمېټۍ (پي سي سي سي) 88مه غونډه د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه۔په دې موقع ده ووئيل پومبه د هېواد زراعت او معاشي برمختګ كښې مهم پيشرفت كولے شي ٬ مونږ له د ښه پيداوار لپاره د 48000 ټنه تصديق شوې مومبې تخم په ګوته كولو ته اړټيا ده۔ده ووئيل فنانس ډويژن وائټ پلائي سبسډي لپاره 6 اربه روپۍ فنډز جاري شوې صوبې به رجسټرډ كروندګرو له دغه وركوي۔د غونډې په مهال د چيف ايګزيكټيو آفس او سائنسي چوكو په تقرري غور وشو٬ دې پوسټونو سره به پي سي سي سي لا ښه شي٬د بهاولپور كاټن ريسرچ سټېشن او ساهيوال په انتظامي چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او د راروان كال د بجټ منظوري وركړې شوه۔ دا هم ووئيل شول 62 سائنسمدار د پومبې معيار ښه كولو له كار كوي۔په غونډه كښې د خزانې وزارت٬ تجارت٬ د پنجاب ٬ سندھ ٬ بلوچستان د كركيلې محكمو اپټيما ٬ پي سي جي اے ٬ كے سي اے ٬ د كروندګرو نمائندګانو او كاټن كمشنر ګډون وكړو