اسلام آباد۔07اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وېروس په اړه تازه شمېرې جاري كړې۔ د شورؤ په ورځ د جاري كړې شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال روغتونونو كښې د وېروس 624 نوې كېسونه رامخې ته شوي او ددې له امله 12 ناروغان مړه شوي دي۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وېروس 27 زره 614 ټېسټونه وكړې شول۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وېروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس لپاره په بېل كړې شويو 1 زر 912 وېنټی لېټرز د كورونا 79 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د وېروس اېكټو كېسونو شمېره 8528 ده۔ د ځپليو شمېره 3 لکھ 16 زره 351 ته رسېدلې ده۔ د كوورنا وائرس څخه د روغ شويو شمېره 3 لکھ 616 نه زياته ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې وېروس د لاسه 6 زره 535 كسان مړه شوي دي۔ په مجموعي توګھ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس 37 لکھ 30 زره 221 ټېسټونه شوي دي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 735 روغتونونو كښې د 787 رنځورانو درملنې روانې دي۔