د مولانا عادل خان وژنه د اسلام او پاكستان دښمنه قوتونو عمليات دي۔ د علماﺀ كرامو او مشائخو ٬ سياسي او مذهبي ګوندونو خبري كنفرنس

image

لاهور ۔11 اکتوبر(اے پی پی) د مولانا عادل خان وژنه د اسلام او پاكستان دښمنه قوتونو عمليات دي۔ د مولانا وژونكي باید سمدستي ونیول شي او سزا ورکړل شي. مولانا ته د امنیت د نه برابرولو لپاره باید د سنده حکومت لخوا پلټنې وكړې شي۔ هند غواړي په افغانستان کښی د سولې د خبرو له پېل وروسته په سیمه کښې امن له مینځه یوسي. دا خبره د مختلفو مکاتبو پوهانو او مشرانو او د دیني او سیاسي ګوندونو مشرانو په ګډه خبري کنفرنس كښې د وینا په مهال وکړه.د پاكستان علماﺀ كونسل او متحده علماﺀ بورډ چيئرمېن او د وزيراعظم خاص مرستيال حافظ محمد طاهر اشرفی‘ مولانا اسد اللہ فاروقی ‘ مولانا محمدخان لغاری‘ مولانا سید ضیاءاللہ شاہ بخاری‘ مولانا حافظ کاظم رضا‘ مولانا محمد علی نقشبندی ‘ مولانا محمد شفیع قاسمی‘ مولانا سید الرحمن سعید‘ مولانا محمداشفاق پتافی‘ مولانا عبدالقیوم فاروقی‘ ‘ مولانا اسلم صدیقی‘ علامه زبیر عابد‘ قاری عبدالحکیم اطهر‘ مولانا مبشر رحیمی‘ قاری شمس الحق‘ مولانا عبدالغفار فاروقی‘ مولانا ابراهیمی حنفی‘ حافظ عبدالروؤف فاروقی ‘ قاری فېصل‘ مولانا انعم بادشاہ او نورو خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل هند پاكستان دښمنه قوتونو سره په ګډه پاكستان كښې اړي ګړې رامخې ته كول غواړي۔ مولانا عادل خان د اسلامي نړۍ يو ستر لارښودو وو۔ ده د پاكستان پرمختګ او استحكام له هڅې كولې۔ د اسلام او پاكستان دښمنانو مولانا په نښه كولو سره په اسلام او پاكستان بريد كړے دے۔ دوئي ووئيل د سندھ حكومت لخوا د امنيت په نه برابرولو افسوس شوے دے۔ سندھ حكومت له به ددې كمي كولو ځواب كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې حافظ محمد طاهر اشرفي ووئيل په هندوستان کې د پاک پوځ په ضد او پاكستان كښې د فرقه ييز تاوتريخوالي خپرولو سازشونه روان دي۔ کوم چې د محرم په مهال او دې نه وړاندې د هېواد امنیتي ادارو ناكامه كړي دي۔ د پاکستان دښمنان په ښكاره توګه په دې خبره پوهیږي چې د پاکستان د قوي پوځ ٬ اولس او علماﺀ كرامو يو موټې كېدل به انتشار كښې بدلول وي كوم كښې به چې كه لوئے څښتن ته منظور وي هندوستان ناكامه شي۔هغه ووئیل چې په پاکستان کې د ټولو مکاتبو دیني عالمان او مشران د اسلام او پاکستان دښمنه قوتونو په سازشونو خبر دي. د محرم نه وړاندې او د محرم په مهال سپكاوې او تكفير كوؤنكې ګڼ شمېر مجرمان نيولې شوي او پاتې به هم ډېر زر ونيولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې طاهر اشرفي ووئيل مدارس عربيه به د مخالفې ډلې د تحريك په هېڅ صورت برخه جوړ نه شي۔ اېم پي اے جليل شرقپوري سره د رامخې ته شوې پېښې په اړه هغه ووئيل د سیاسي مشرانو لخوا د عدم برداشت چلند د غندلو وړ دے. د بېلو مکاتبو علماوو او مشرانو په ټك ټاك د بندېز حكومتي پرېكړه سمه ګرځولو سره د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چې د ټک ټاک بندېدل به د فحشا او عریانیت ختمولو په شمول ډېر چارې پياوړې كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں