په تحقيق اډانه قانون سازي د ترقي پسند او فلاحي ټولنې جوړولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي په تحقيق اډانه قانون سازۍ د ترقي پسندې او فلاحي ټولنې جوړولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔د اكېډميا او د پوهانو رائې او معاونت د قانون سازۍ په عمل كښې ځانګرے كردار او اهميت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټېكنالوجي صوابۍ (جي آئي كے آئي)او د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې ته د خطاب په مهال وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل د تعليم پوهانو او اكېډميا رائې قائمه كمېټو كښې د قانون سازۍ عمل ښه كولو لپاره ضروري دي ۔ده ووئيل په قائمه كمېټو كښې به په تعليم او تحقيق اډانه قانون سازي هېواد ته د رامخې ته مسائلو حل كولو او په سباؤن كښې پالېسې وضع كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل هيواد كښې د توان ، سائنس او ټیکنالوجی کمی په وجه د كركيلې څانګه ستونزو سره مخ ده۔ده ووئيل هيواد ته د پېښو چیلنجونو مخنيوي لپاره د محققینو او پوهانو کردار مهم دے۔ ده ووئيل د جی آئی کے آئی پراختيا لپاره یونین کونسل (بتاکارا ) كښې د زمكې الاټمنټ لپاره خېبرپښتونخوا حکومت سره د خبرې كولو باور راكړے شوے۔ جی آئی کے آئی پرو ریکټر پروفیسر ډاکټر جمیل النبی د ښه قانون سازۍ لپاره مقننه كښې د پوهانو ترمينځه په مرسته كولو د سپیکر وژن وستائلو۔ ده سپیکر اسد قیصر له د توان ، سائنس اینډ ټیکنالوجی په اړه قائمه کمیټیو ته د جی آئی کے آئی ترمينځه د مرستې او نزدې رابطو باور وركړو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں