نواز شريف په عدالتونو كښې غلط بياني كولو سره لندن ته تخښتېدلې٬ مخالفه ډله د بهان متي ټوله ده۔ سناتور سنيټر ډاکټر شهزاد وسيم

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سنيټر ډاکټر شهزاد وسيم وئيلي دي چې نواز شريف په عدالتونو كښې غلط بياني كولو سره لندن ته تخښتېدلې٬ مخالفه ډله د بهان متي ډله ده، هر ګوند خپل چورن لري چې ھغه په شب دېګ كښې اچوي، هېواد نن ففته جنرېشن وار سره مخ دې٬ پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) په يو بل او مولانا فضل الرحمن په دې دواړو اعتماد نه كوي٬ د پاكستان اولس به اوس د دوي ملګرتيا نه كوي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د څرګندونې په مهال ده ووئيل د تحريك نامه پي ډي اېم كېښودې كېږي خو اعتراض په دې خبره كېږي چې د سېنېټ غونډه ولې رابللې كېږي، په اصليت كښې سياست دوي كم كړې دې او سازشونه ئې زيات كړي دي٬ مخالفه ډله دې زړه لوے كړي او خپل ځان كښې دې د خبرې اورېدو حوصله هم پېدا كړي٬ دوي چې كومې بيانيې سره راوتې دي دوي دې ووائي د دوي جنګ چا سره دې، يو خوا ووائي چې زمونږ جنګ حكومت سره نه دې٬ د دوي د رامخ ته كوٶنكو سره دې٬ نو بيا مونږ د پاكستان اولس رامخې كړې يو ايا تاسو د جنګ بېرغ د پاكستان اولس په ضد راپورته كړې دې٬ نواز شريف خو خپله لندن كښې ناست دې او دلته خلقو ته وائي چې زه خو راتخښتېدلې يم او تاسو د تورو تنبو شا ته لاړ شئ٬ دلته نن فاتحه خواني وشوه او شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې او د هغوي بچي لندن كښې آرام كوي۔ ده ووئيل مخالفه ډله د بھان متي ټوله ده، څوك چې كوم چورن لري ھغه به په شب دېګ كښې اچوي۔ ده ووئيل هېواد ففتھ جنرېشن وار سره مخ دے٬ دښمن په پولو اړي ګړي سره فرقه واريت او د صوبائيت خپرولو هڅې كوي٬ ادارې او په خاص توګه پوځ او عدليه د كمزورې كولو سازش كېږي، مخالفه ډلې خپلې بيانيې سره د چا لاس قوي كيږي٬ دې بيانيې سره به ادارې نه قوي كيږي او نه به ترې هېواد ته څه ګټه ورسي۔ده ووئيل د تېرو دوو كالو په مهال مونږ د دوي ملبه پاكه كړې ده او هېواد د پرمختګ په پلټۍ د اچولو هڅې كوٶ

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں