مونږ پوځ لرؤ ٬ مونږ دفاع لرؤ۔ شهباز ګل

image

ګوجرانواله۔18اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم خصوصي مرستيال شهباز ګل ګوجرانواله كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل چې دوه ورځې وړاندې ګوجرانواله كښې د پي ډي اېم سركس وشو۔ د جلسې اسټېج سېكرټري ډېر زيات معصوم جوړ شوے وو۔ فاطمه جناح سره چې كومه بدسلوكي شوې دا د هغې د پلار د اړخه وه۔ نن چې مونږ كوم ځائې كښې پرېس كنفرنس كوؤ دلته د خرم دستګير خان جعلي پېټرول پمپ وو۔ كال 2008 كښې ددې پمپ اېن او سي واخستلې شوه۔ او د هائي وے په پراپرټۍ جعلي اېن او سي ترلاسه كړی شوې وه۔ شهباز ګل زياته كړه چې خرم دستګير خان اوس هم د سوئي سدرن ګېس نادهنده ده۔ د هغه لارښوده مريم نواز دوه كالجونو كښې فېل شوې ده۔ خرم دستګیرخان د كروړونو روپو د ګېس بل نن هم جمع كړے نه دے۔ هغه ووئيل چې هېواد كښی به چې وړاندې كوم وزيراعظم او وزيراعلی جوړېدو هغه به اړيكې جوړولې۔ د نواز شريف څلور آرمي چيف سره مسئلې جوړې شوې۔ يو شمېر چيف جسټس هم د ده خوښ نه وو۔ نږور ښه نه ده آيا خواښې ډېره ښه وه۔ چيټۍ به واستوؤ چې تاته د درغو ايوارډ دركړے شي۔ شهباز ګل ووئيل مونږ پوځ لرؤ نو مونږ دفاع لرؤ۔ هغه ووئيل زمونږ د لونړو او خوېندو د لاسونو مهندي لا تلې نه وه چې خاوندان ئې شهيد شول۔ د نواز شريف په بيان هندي ميډيا ووئيل پوځ پاكستان كښې ډېر ظلم كوي

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں