نړیوالې ټولنې له به په مقبوضه کشمیر کښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو خپله خاموشي ختمول وي۔ د پارلماني چارو وزير علي محمد خان

image

اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان وئیلي دي نړیواله ټولنه باید په مقبوضه کشمیر کښې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپله خاموشي ختمه کړي ځکه چې په دے حساس وخت کښې د دې مسئلې په اړه غلي پاي کېدل د مجرمانه غفلت برابر عمل دے۔ د شورؤ په ورځ د راډیو پاکستان د روانو چارو پروګرام كښې هغه ووئيل هند يو لوئې اقتصادي قوت دے او ډیر هېوادونه ورسره اقتصادي اړیکې لري جې له امله ئې دغه هېوادونه په مقبوضه کشمیر کښې په هندي ظلم او زياتي غلي دي۔ هغه ووئیل وزیر اعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د نړۍ په هر فورم د کشمیر مسئله په مؤثره توګه پورته کوي او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم خطاب سره د كشمير مسئلې ته د نړۍ پام ګرځولے شوے۔ علي محمد خان ووئیل مونږ باید پاکستان یو اقتصادي قوت جوړ كړو دغسې چې نړۍ د پاكستان غږ ته غوږ كېدي۔ هغه ووئیل له بده مرغه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د کشمیر او فلسطین په شمول د اسلامي نړۍ ستونزو لرې كولو له خپل كردار نه ترسره كوي۔ هغه ووئيل په اوسني عصر كښې وزيراعظم عمران خان ٬ مهاتير محمد او طيب اردوان د اسلامي نړۍ د مشرانو په توګه راڅرګند شوي. علي محمد خان جودھ پور كښې د 11 كسانو د وژنې پېښی په اړه ووئيل د ځپلې كورنۍ شريمتي مكھي چې كوم اولنې معلوماتي رپورټ درج كړے ؤ په هغې كښې آر اېس اېس ټاكلے شوے۔ مونږ دا معامله د سفارتي چېنلو د لارې هند ته وړاندې كړې ولې د هند چارواكو پاكستان ته د اېف آئي آر او د ابتدائي پلټنيو رپورټ كاپۍ وركولو له مرسته نه ده كړې

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں