د هند اقدام د سيمې امن او استحكام د خطر سره مخ كړې۔د شاه محمود قرېشي ټي وي سره

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چېهند د كشميريانو په يرولو كښې پاتې راغلے٬په نړۍ كښې څوك په كشميريانو د ظلم نه انكار نه شي كولې٬ټرمپ د كشمير په مسئله د ثالثۍ وئېلي دي٬په كومې چې مونږ د راضه مندۍ اظهار كړی خو د امريكائي اولس مشر په كردار كښې هند ركاؤټ دې۔د هند اقدام د سيمې امن او استحكام د خطر سره مخ كړې۔د شورو په ورځ نجي ټي وي ته ده ووئيل ټوله نړۍ خبر ده چې د پنځوس ورځو نه زياتې وشي چې په كشمير كښې كرفيو ده هلته د بشري حقونو لويه مسئله راپیدا شوې٬د خوراك څښاك څيزونو او د داروګانو كمې دې٬د ډائېلاسسز د رنځورانو د مرګ خبرونه راځي٬خلك روغتونونو ته رسائي نه لري٬ده ووئيل تر 34 ورځو په كرفيو كښې كار كونكي ډاكټر قاضي وزيراعظم او ماته ټول حال بيان كړی۔د امريكې اولس مشر په 2020 كښې د صدارتي ټاكنو په سبب هند د ځان سره په روانولو مجبور دې خو د دې هر څه باوجود هغه د بشري حقونو خلاف ورزۍ نه انكار نه كوي۔ده ووئيل د امريكې كانګرېس 35 غړو ملګرو ملتونو ته خط ليكلې چې ورسره په هغه فشار زيات شوې او لوېديزه مېډيا هم په هغوي ټكونه كوي ځكه د مصلحتونو ښكار حكومتونه هم د ااولس د رائے په وړاندې بې بسه كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هندي سرلښكر بيان رد كوم٬هند دا ډونډوره كړی چې په يو اېن ريزوليشن كښې پاكستان ته رائے نه دې وركړي شوې۔ده ووئيل پاكستان قرارداد وړاندې كړی نه دې نو رائے څنګه ورنه كړی شوې۔هند خاص مقاصدو له داسې ډنډورې كوي ځكه مونږ له داسې څيزونه رامخې ته كول نه دي پكار۔ده ووئيل پاكستان پھ ختيزو پولو د چېلنجونو سره مخ دې بلخوا په لوېديزو پولو مونږ مرسته كړی خو خبره لا تراوسه په هوا كښې بانډا ده۔ده ووئيل په سيمه كښې به نوې جنګ خطرناك وي٬پاكستان نه غواړي چې داسې وشي٬مونږ غواړو چې د ايران او سعودي ترمينځه چارې د خبرو اترو د لارې ترسره شي۔د سعودي او ايران ترمينځه د ثالثۍ كردار په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ هڅه كولې شو څنګه چې د يمن د جنګ نه څه ترلاسه نه شو دغسې مونږ غواړو چې د ايران او سعودي ترمينځه تريخوالې نه وي٬دواړه خپلواكه هېوادونه دي مونږ هغوي مجبورولې نه شو خو په خبرو اترو زور راوړلې شو

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں