د وزيراعظم عمران خان د شاعر مشرق علامه محمد اقبال د زېږون ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې سماجي او سياسي ستونزې حل كولو لپاره د علامه محمد اقبال د افكارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے٬ قوم دې د علامه اقبال د افكارو نه استفاده وكړي چې دغسې د هېواد او اسلامي امت د سماجي٬ اقتصادي او سياسي ستونزو حل ولټول شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د شاعر مشرق علامه محمد اقبال د زېږون ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان يو رياست او مترقي رياست جوړولو لپاره د علامه اقبال په نظرياتو د عمل كولو ضرورت دے چې دغسې مونږ د مسلمان كلتور د شناخت بنياد سره سره رياست مدينه د اعلٰي اخلاقي معيارو له مخې وړاندې كړې شو۔ ده ووئيل چې ټول قوم عظيم شاعر او مفكر علامه محمد اقبال ته د هغه د زېږون په ورځ د عقيدت پېرزوينه وړاندي كوي كوم چې په داسې وخت كښې يو آزاد اسلامي رياست جوړولو لپاره د نيمې وچې د مسلمانانو لارښونه وكړه كله چې په دوي هندو اكثريت په پوره ډول غالب و۔ ده ووئيل چې د علامه اقبال سوچ او فكر مسلمانانو ته د امېد وړانګه اوښودله كومه چې د قائداعظم محمد علي جناح په مشرې كښې د يو آزاد اسلامي رياست پاكستان په جوړېدو كښې مرسته كوونكې ثابته شوه۔ وزيراعظم ووئيل چې د علامه اقبال سوچ او فكر نړيوال و كوم چې د اسلامي نړۍ ستونزې په ګوته كولو سره سره د دې د حل تجويزونه هم وړاندې كړل۔ ده ووئيل چې د عظيم شاعر علامه اقبال د خودي تصور مسلمانانو ته عظيم قوت وركړو چې دغسې دوي په نړۍ كښې خپل د لاسه وركړې مقام بېرته ترلاسه كړي۔ ده ووئيل چې پاكستانې قوم او اسلامي نړۍ بېلا بېلو ستونزو سره مخ ده او علامه محمد اقبال په خپله دوراندېشې د وړاندې زمونږ انفرادي او اجتماعي ستونزې په ګوته كړې وې۔ وزيراعظم ووئيل چې سماجي او سياسي ستونزې حل كولو لپاره د علامه محمد اقبال د افكارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں