د نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وركشاپ ته وېنا

image

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئېلي دي د سېلګرۍ قامي پالېسي به جوړولې شي٬د سېلګرۍ ودې لپاره به په دې لړ كښې د نړيوال معيار بدلولونه رامخې ته كولې شي كوم څخه به چې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔دا خبره د زيارت په ورځ د اسلام آباد په ځايې هوټل كښې د يونائټډ نېشن ډوېلپمنټ پروګرام په مرسته پاكستان ټورازم ډوېلپمنټ كارپورېشن لخوا نېشنل ټورازم سټراټېجيكي سر خط باندې راجوړ وركشاپ ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د سېلګرۍ په وده وزيراعظم عمران خان ډېر زور راوړي او هغه هره ورځ پھ دې اړه راپور غواړي او د سيالګرۍ ودې لپاره ټولې صوبې په ګډه مخ په وړاندې بيائې ۔ ده ووئېل د هېواد سېلګرۍ په اړه په وړومبي ځل نېشنل ټورازم پالېسي جوړولې شي كومه به چې ډېر زر نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ ته وړاندې كړی شي او د منظورۍ نه ورستو به په دې عملدرآمد پیل كړی شي۔ده ووئيل مونږ به ډېر زر د برينډ ټينډر پرانسته وكړو كوم كښې به چې د هېواد نوموړې كمپنۍ هم برخه اخلي

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں