وزیراعظم عمران خان سره د يو اے اي د روادارۍ وزير شیخ نهيان بن مبارك النهيان وليدل٬ د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه

image
APP01-27 ISLAMABAD: December 27 - H.H Sheikh Nahyan Bin Mubarak Al Nahyan, Minister for Tolerance UAE, calls on Prime Minister Imran Khan on Friday. APP

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د متحدہ عرب امارات (يو اے اي) د روادارۍ وزير شیخ نهيان بن مبارك النهيان ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دا ملاقات د جمعې په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې شوې چې پكښې د پاكستان او متحدہ عرب امارات ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته په لا وده وركولو خبرې شوې۔ د متحدہ عرب امارات وزیر وزیراعظم عمران خان ته د خپل حكومت لخوا هېواد كښې د برداشت ودې لپاره د شوو هلو ځلو او په كال 2019 د برداشت كال په توګه د لمانځلو په حقله ووئېل۔ د متحدہ عرب امارات د قامي روادارۍ پروګرام له مخې ټولنه كښې د سوله ايز سباٶن شريكو اقدارو ته وده وركړې شوې

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں