پاكستان ناقابل تصور ښكلا پټ ساتونكې قدرتي شاهكار او د سېلګرې لامحدود موقعې لرونكې خاوره ده. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان ناقابل تصور ښكلا پټ ساتونكې قدرتي شاهكار او د سېلګرې لامحدود موقعې لرونكې خاوره ده. د برطانيې په ټرېول مېګزين وېنډر لسټ كښې ” د پاكستان تر ټولو زيات حېرانوونكي 9 قدرتي شاهكار” په عنوان سره چاپ شوې آرټيكل ري ټويټ كولو سره وزيراعظم عمران خان دا خبره په خپله تبصره كښې كړې. د برتانيې مېګزين وېب پاڼې له مخې وېنډر لسټ د برتانيې ځانګړې خپلواكه ټرېول مېګزين دے كوم چې د ټولې نړۍ سېلګرو ته معلومات وركوي. په پاكستان كښې د سېلګرې استعداد په اړه مېګزين ليكلي دي چې د كوه هماليه لوړې جادو لرونكې درې او د ښكلې جعرافيه په سبب پاكستان د كال 2020م د سېلګرې غوره خاوره ګرځول شوې چرته چې سېلګري په سوله ايز ماحول كښې د قدرتي مناظرو نه خوند اخيستې شي. په حېرانوونكو ځايونو كښې مېګزين د پاكستان بلتورو ګلیشیئر، وادی نیلم، هنګول نېشنل پارک، ټرانګو ټاورز، د دیوسائی میدان، د تھر صحرا، سیف الملوک، وادی هنزہ او اېبټ آباد تالاب شامل كړي دي. په مېګزين كښې ” په پاكستان كښې لازم كوونكي 13 غوره كارونه، د پاكستان 7 تر ټولو ښكلي جوماتونه او څلور داسې تجربې چې تاسو د پاكستان په محبت كښې ګرفتاره كولې شي” د ليكل شويو نور درې آريټكلز لنك هم وركړے شوے. دا مضامين ند پاكستان د كلتور، رسم و رواج، رواياتو او د تاريخي ورثه په اړه څه موده وړاندې د برتانيې مجلې شامل كړي دي.

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں