د ډاکټر فردوس عاشق اعوان په آرمي اېكټ كښې د بدلون بل قامي اسمبلۍ كښې څخه په منظورېدو ټولو سياسي ګوندونو ته پېروزينې

image

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان په آرمي اېكټ كښې د بدلون بل قامي اسمبلۍ كښې څخه په منظورېدو ټولو سياسي ګوندونو ته پېروزينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د هېواد تحفظ سره تړلې په مهمې قانون سازۍ سياسي ګوندونو د يوالي او ځيركتيا څرګندونه كړې دې ثابته شوې چې كله هم په هېواد سخت وخت راغلې ټول سياسي ګوندونه يو موټي شي٬ په سياسي چارو د رائيو اختلاف د جمهوريت ښكلا ده٬ كله چې د هېواد د قامي سلامتيا او مفادو خبره راځي نو ټول سياسي ګوندونه يو موټې كېږي٬ پيپلز ګوند په خاص توګه د ستائنې حقدار ګوند دې چا چې په قامي ګټه خپل وړاندېزونه بېرته اخستې٬ مخالفين دې واوري د هېواد د مفادو په معامله كښې ټول سياسي ګوندونه يو موټې دي٬ پارلمان به د اولس په عدالت كښې هسكه غړۍ وي٬ د پاكستان د مخالفينو پروپېګنډې پارلمان دفن كړې٬ پارلمان د دوي ارمانونه خاورې كړې دي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې سناتور فېصل جاوېد سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل نن د پاكستان په پارلمان كښې دننه په مهمې قانون سازۍ سياسي ګوندونو د ځيركتيا مظاهر كړې ده كومه چې د دې خبره عكاسي كوي چې كله كوم چېلنج رامخې ته راځي نو ټول سياسي ګوندونه او مشران د سياسي مفاداتونه رابهر كېدو سره قامي مفاداتو ته ترجيح وركوي٬ د سياست په محاذ د رائيو اختلاف ساتل د جمهوريت ښكلا ده٬ سياسي ګوندونه په يو بل ټكونه كوي خو چې كله د قامي ګټې خبره رامخې ته كېږي نو ټول سياسي ګوندونه مفادات شا ته غورځولو سره پاكستان ته ودرېږي۔ دې ووئيل ټولو سياسي ګوندونو ته پيرزوئنې وړاندې كوم پيپلز ګوند مجوزہ بدلونونه قامي ګټو كښې بيرته اخستي٬ هغوي هېواد سره د مينې ثبوت وركړې، نن د متفقه قانون سازۍ تاريخي ورځ وه، د پاکستان مخالفين دې سترګې پرانستلو سره اوګوري، د پارلمان څخه به دا ډول يووالې رامخې ته كېږي،بايد دا ډول فضا مخ په وړاندې لاړه شي، دا د ستونزو ختميدو كال دې، پارلمان به د اولس په عدالت كښې كاميابېږي۔ ډاکټرفردوس عاشق اعوان ووئيل پاکستان چې دا مهال په بهرني محاذ د قامي سلامتيا چيلنج سره مخ دې، د پاکستان مخالفين په اېف اے ټي اېف كښې څه سازشونه كوي، د دې پشمول په هر قامي چيلنج به داسې د يوووالي څرګندونه كوو۔ دې ووئيل په ادارو كښې دننه د کرپشن ختمول هم د قامي سلامتيا مهمه برخه ده، د کرپشن ختمولو لپاره د ايجنډې له مخې به ټولې ادارې خپل كار كوي۔ دې ووئيل په قائمه کمېټيو كښې د ټولو ګوندونو نمائندګي وي، اپوزيشن دې په سباؤن كښې هم خپل تجاويز راوړي كه د قام په ګټه ؤ حکومت به هغه بدلونونه منظوروي۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل احتساب د هېواد او قام حاجت دې ، كه چا څه غلط نه وي كړي هغه له يريدلو ته حاجت نشته، ادارو له به كار كول وي۔ په دې موقع د پاکستان تحريك انصاف لارښود فيصل جاويد خان ووئيل دا د خوشحالۍ خبره ده چې اتفاق سره بل پاس شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں