پاکستان به هېڅ كله نه يوې ډلې يا ادارې ته د كوم هېواد په ضد د خپلې خاورې د كارولو اجازه ورنه كړي۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) پاکستان د ترهګرۍ پحقله د امريكې د خارجه څانګې د كال 2019 په كلن راپور د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي راپور د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي اعانت مخ نيوي لپاره د پاكستان د هلو ځلو نفي ده۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې د ترهګرۍ پحقله د امريكې د خارجه څانګې د كلن راپور په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د خپلواكه رياست په حېث پاكستان د خپلو ذمه وارو نه ښه خبر دے٬ د هر ډول خوندي ژالو په اړه تورونه مسترد كوٶ، پاکستان به هېڅ كله نه يوې ډلې يا ادارې له د كوم هېواد په ضد د خپلې خاورې د كارلو اجازه ورنه كړي ۔ وياندې ووئيل د دې برعكس دا هم ھغه پاكستان دے كوم چې د بهرنيو او د غېر ملكي سپانسرډ ټي ټي پي٬ داعش او نورو ترهګرو ډلو مقابله كړې۔ وياندې ووئيل د دې ترهګرو ډلو د حقيقي ځايونو پحقله راپور كښې يا خو خاموشي اختيار كړې شوې يا مبهم پرېښودې شوي ۔ وياندې ووئيل اګرچه په دې راپور كښې دا تسليم كړې شوې چې په دې منطقه كښې القاعده ته سخت زيان رسولے شوے خو په راپور كښې د القاعده په خاتمه كښې د پاكستان مهم كردار نظر انداز كړے شوے۔ وياندې ووئيل دغسې په دې راپور كښې په پاكستان كښې د ترهګرۍ بريدونو كښې د تندوالي په ځاې د كمي اعتراف شوے خو دا خبره نظر انداز كړې شوې چې دا يوازې د پاكستان د ترهګرۍ مخ نيوي مستحكمې هلې ځلې او د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د امتياز نه غېر په كاروائيو ممكنه شوې۔ وياندې ووئيل پاكستان د يو اېن اېس سي 1267 سيکشن (1267 سينكش) رجيم له مخې د نومولے شوو ادارو او كسانو اثاثې منجمد كولو او د فنډز فرييز كولو په اړه د خپلو ذمه وارو لپاره پبشپړ عزم لري٬ په دې وروستيو كښې پاكستان د يو شمېر لغوه ډلو د مشرانو په ضد قانوني كاروائي كړې او سزاګانې ئې ورته اورولي، كومې چې امريكې هم تسليم كړې خو په دې راپور كښې د ھغې هېڅ ذكر نشته

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں