ډاکټرعبدالحفيظ شېخ سره د چين سفير ياٶجنګ وليدل

image
APP09-26 ISLAMABAD: June 26 - Chinese Ambassador to Pakistan, H.E. Mr. Yao Jing, calls on Adviser to the Prime Minister on Finance and Revenue, Dr. Abdul Hafeez Shaikh. APP

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ سره پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ د جمعې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل سي پېك د مشتركه قدرونو، هدفونو او د دواړو قامونو د لا سوكاله سباٶن لپاره د پاكستان او چين د حكومتونو او اولس ترمېنځه د عظيمې دوستۍ او ژورو رابطو بام ته رسېدلې نقطه ده، د پاکستان حكومت د سي پيك منصوبو د عملي اطلاق عمل ګړندې كولو لپاره يو شمېر اداره جاتي اقدامات كوي۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه خوښې چارو پشمول د كرونا وائرس وبا په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ډاكټرعبدالحفيظ شېخ د يو حقيقي ورور په شان د پاكستان په پرله پسې او غېر متزلزل ملاتړ د چين ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں