حكومت صنعتكارو او تجارانو لپاره د غوره ترغيبات او ګټور پېكج د لارې د معاشي استحكام په تږ لاره عمل كو

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي حكومت صنعتكارو او تجارانو لپاره د غوره ترغيبات او ګټور پېكج د لارې د معاشي استحكام په تږ لاره عمل كوي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك په مشرې كښې د يونائيټډ بزنس ګروپ يو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې. په پلاوي كښې اېس اېم منير، خالد تواب، زبېر طفېل، سهېل الطاف، ظفر بختاوري، ملك سهېل حسېن، وقار احمد ميا او رحمت الله جاوېد شامل وو. په دې موقع د تجارت سېكرټري هم موجود ؤ. عبدالرزاق داٶد ووئيل حكومت د معيشت استحكام او د صنعتكارې ودې لپاره په يو وخت د لنډې او اوږدې مودې په پالېسو كار كوي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان نجي څانګې ته ډېر اهميت وركوي او د كاروباري ټولنې ستونزې په سمدستي توګه هوارولو لپاره ئې هدايات جاري كړي. د تجارت صلاحكار ووئيل د حكومت كاروبار دوسته پالېسو په نتيجه كښې د نړيوال بېنك كاروباري اسانيو انډېكس كښې د پاكستان په پوزيشن كښې د 28 پوائنټس بهتري راغلې كومه چې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره ډېره د ډاډ وړ اشاريه ده. ده ووئيل هېواد به جاپان، وېتنام او سوئيلي كوريا سره سره ختيزو اسيائي او پېسفك ماركيټونو سره تړلے شي او حكومت به د تجارت ودې لپاره دغې هېوادونو سره خبرې كوي.

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں