هند د چين او پاكستان اقتصادي لاره كښې خنډان راپېدا كوي، د هند متشدد رويه سيمه ايز امن او استحكام لپاره خطري ده ، پاكستان به د يو چين پالېسې ملاتړ روان ساتي. د صدر ډاكټر عارف علوي د چين سفير ياٶ جنګ سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي هند د چين او پاكستان په اقتصادي لاره كښې خنډان راپېدا كوي، د هند متشدد رويه سيمه ايز امن او استحكام لپاره خطري ده. ده دا خبرې د زيارت په ورځ پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ سره ايوان صدر كښې د ملاقات كولو په مهال وكړې. صدر ووئيل پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، چين په سخت وخت كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې. ده باور وركړو چې پاكستان به د يو چين پالېسې ملاتړ روان ساتي. پاكستان به د چين د قومي ګټې په مهمو چارو چې پكښې د هانګ كانګ، تبت او تائيوان معاملې شاملې دي د چين ملګرتيا كوي. د چين سفير د هانګ كانګ او د قومي ګټې په نورو چارو د هېواد د دريځ په ملاتړ كولو د پاكستان حكومت مننه وكړه. ده ووئيل د چين اولس او مشرتابه د كورونا بحران په مهال د چين ملاتړ او د پاكستان چين اړيكو ودې لپاره د صدر ډاكټر عارف علوي كردار ستائيلے. صدر ډاكټر عارف علوي د كورونا وبا نه پس د چين دوره كونكے وړومبنے صدر ؤ. د چين سفير د ډاكټر عارف علوي په سالګره د چين اولس مشر شي جنګ پنګ لخوا د مباركې پېغام هم ورسولو. صدر ووئيل د پاكستان او چين ترمېنځه د انفارمېشن ټېكنالوجې، معيشت او د دفاع په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو ضرورت دے. د ملاقات په مهال رامخې ته كېدونكې سيمه ايز صورتحال تر مخه د ستراتېژيكي مرستې په پراخه كولو زور راوړلے شو. صدر د كورونا وبا په مهال د چين په مرسته او د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د غېر قانوني يو اړخيزه اقداماتو په ضد په ملاتړ كولو د چين مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں