اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي د جنوبی پنجاب سیکټريټ جوړول خوشبينه دي ‘ سیکټريټ جوړولو سره به د جنوبی پنجاب د اولس مسئلې حل شي او د پرمختګ هلې ځلې به تندې شي، د كركيلې څانګه د هيواد معیشت كښې د ملا د تير حیثیت لري۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور سره پارلیمنټ هاوَس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ده ووئيل د كركيله څانګه د هيواد په معیشت كښې د ملا د تير حیثیت لري ٬ د كركيلې پرمختګ ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي او دې لپاره ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د كركيلې څانكې ته پيښو مسئلو حل لپاره قامی اسمبلۍ كښې خاص كميټي جوړه شوي۔ ده ووئيل کمیټی د ټول سټیك هولډرز په مشاورت سره هيواد كښې د كركيلې پرمختګ لپاره يوه كوټلې پالیسی وضع کولو له خپل سفارشات مرتب کوي۔ سپیکر اسد قیصر د اوسني حكومت د اړخه د اولس ښيګړې لپاره د پرمختيائي منصوبې پورته كړي اقدامات وستائل او د هيواد پرمختګ او اولسي ښيګړې لپاره ئې د وفاق او صوبو ترمينځه درهمغږۍ په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د کورونا وائرس وباء خپريدو مخنيوي لپاره د وفاقی حکومت او صوبو ترمينځه د همغږۍ د ډاډ وړ نتيجې ترلاسه شوي او اولسي ستونزې كمولو له د حکومت سمارټ لاك ډاون پالیسی کامیابه وه۔ سپیکر د قحطې ملخانو ختمولو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل د ملخانو راتګ په وجه فصلونو ته زيان رسيدلے د كومو چې په وخت مخنيوي ته اړټيا ده۔ د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور سپیکر په صوبه كښې د روان پرمختيائي كارونو څخه خبر كړو۔ده ووئيل اوسني صوبائی حکومت د اولسي اهميت منصوبو او په خاص توګه د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره په ترجیحی بنیادونو كار كړے۔ ده ووئيل اوسنے حكومت هيواد ته د پيښو مسئلو مقابله كوي۔ده هيله څرګنده كړه چې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې به حكومت د هيواد په بحرانونو قابو موندلو كښې بريالے شي۔ ده ووئيل د قحطې ملخانو مخنيوي لپاره كوټلې ګامونه پورته كوو۔ د پنجاب ګورنر د غونډې کاروائی په مهال په ښه چاپيرچل د سپیکر اسد قیصر کردار وستائلو