خارجه وزيز شاه محمود قرېشي د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان سره وليدل

image
APP24-03 MUZAFARABAD: August 03 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi attending All Parties Conference (AJK political parties). APP

مظفر آباد 03 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د آزاد کشمير دوره كړې او په دې موقع ئې د آزاد كشمير وزيراعظم هاٶس هم دوره كړې۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص سلاحكار معيد يوسف هم د خارجه وزير سره ملګرتيا كوله۔ د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په وزيراعظم هاٶس كښې هركلے وكړو۔ خارجه وزيرمخدوم شاه محمود قرېشي په دې موقع راجه فاروق حېدر خان سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د مقبوضه کشمير په صورتحال، د 5 اګست د استحصال ورځې په لائحه عمل د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان ټول قام په دې سخت وخت كښې د كشمير خپلو وروڼو سره كلك ولاړ دې۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د هند د پرله پسې جبر٬ استبداد او فشار باوجود د 5م اګست غير قانوني اقدامات ټولو كشميريان رد كړې دي٬ مظلوم او بې ګناه كشميريانو غږ به د نړۍ په هر فورم پورته كوٶ۔ وزيراعظم راجه فاروق حېدر ووئيل بې ګناه كشميريان د نړۍ د څلورم لوي پوځي طاقت په مړانه مقابله كوي٬ د پاكستان لخوا د كشميريان سره د يوالي او په بې مثاله مظاهرې دوي ته سلام وړاندې كوٶ، پاکستان په ګرده نړۍ كښې د کشميريانو واحد وكيل دے۔ د آزاد کشمير وزيراعظم ووئيل كشميريانو خپل سباٶن پاكستان سره تړلے دې۔د خارجه وزير د لوړې كچې پلاي د لائن آف كنټرول او آزاد كشمير د دورې بشپړه هركلے كوٶ دې څخه د آزاد كشمير بل اړخ ته مثبت پېغام تللې

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں