پاكستانے قوم خپلو كشميري وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔سنېټر فېصل جاوېد

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي كشمير د پاكستان شه رګ دے۔وزيراعظم عمران خان د نړۍ په وړاندې د كشمير مسئله پورته كړې ۔د كشمير استحصال ورځې په موقع نجي ټي وي سره په خبرو كښې سنېټر فيصل جاوېد ووئيل ترڅو جې كشميري اولس د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے٬پاكستان به تر هغه وخته كشمير لپاره خپله اخلاقي سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتې۔ده ووئيل وزيراعظم او پاكستاني قوم يو ځل بيا د كشمير مسئله نړۍ ته په ښه ډول وړاندې كړې۔ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه د كشمير په مسئله يو موټے دي۔د هند غېر قانوني مقبوضه كشمير بهادر اولس د آزادۍ تحريك بېرته ژوندې كړے ۔پاكستانے قام د خپلو كشميريانو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں