اسلام آباد ۔ 09 اګست (اے پی پی) غبرګو ښارونو پېنډۍ او اسلام آباد كښې د آزادۍ ورځې خوشحالۍ لمانځلو له تيارۍ روانې دي۔ ماركيټونه او بازارونه قامي بېرغونو ٬ بېجونو او كپړوو سره سنګارولې شي۔ آزادۍ سره د اړوند څيزونو اخستل خرڅول هم ګرد هېواد كښی جوش او جذبې سره مخ په زياتېدو دي۔ د پلازمينې په بېلو سړكونو عارضي سټالونه لګولې شوي دي چرته چې خلق په ارزان نرخ آزادۍ سره اړوند څيزونه قامي بېرغونه ٬ بېجونه او داسې نور څيزونه اخستو كښې بوخت په نظر راځي۔ په جي ټي روډ يو دوكاندار اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل 14 اګست چې څومره رانزدې كېږي نو د قامي بېرغونو او بېجونو په طلب كښې اضافه كېږي۔ زياتره خلق قامي بېرغونه په خپلو موټرسائيكلونو او موټرو رپولو له اخلي۔ د جی ټېن مرکز قامي بېرغونه خرڅوونكي يو دوكاندار ووئيل مونږ هر كال په فټ پات اسټال لګولو سره دا كاروبار كوؤ۔ ده ووئيل د اګست په 15 مه نېټه دا څيزونه بېكاره شي۔ يو وګړي ووئيل مونږ دلته د قامي بېرغونو او نورو څيزونو اخستو له ځكه راځو چې دا د دوكانونو په مقابله كښې ارزان دي۔ د اېف ټېن يو وګړي عمر اے پي پي ته ووئيل د جشن آزادي مبارك بېجونه ٬ ټوپۍ ٬ غبارې او قميصونه بازار كښې ډېر زيات موجود دي۔ يو دوكاندار ووئيل څومره چې 14 اګست رانزدې كېږي دومره ددې څيزونو خرڅولو كښې تندي رامخې ته كېږي۔ ده وئيل دا ورځ مونږ ته هغه قربانۍ يادوي كومې چې د برصغير مسلمانانو يو جلا هېواد ترلاسه كولو له وركړې دي۔ دا زمونږ اخلاقي ذمه واري ده چې خپل كوچنيان د آزادۍ اهميت نه خبر كړؤ۔ مونږ له به دقائد اعظم مننه كول وي چا چې د مسلمانانو حقونو له هڅې وكړې او مونږ ته ئې پاكستان راكړو