د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د كورونا وبا لا هم ختمه نه ده، احتياط لازمي دے، په دې ناروغې قابو موندلو لپاره د حكومت په پالېسې عملي كولو د اولس مننه كوو. د نهې په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل حكومت دوه ورځې وړاندې د معيشت بحالې لپاره د بندو ادارو د پرانستلو چې كومه پرېكړه كړې، د دې كله هم دا مطلب نه دے چې په هېواد كښې د كورونا وبائي رنځ له مېنځه تللے بلكې رنځ لا هم موجود دے او مونږ ته ئې مخ نيوي لپاره د لا احتياط كولو ضرورت دے. ده ووئيل د دې ناروغې په ضد چې وفاق، صوبو او پوځ په كوم ډول كار كړے، مثال ئې نه ليدلے كېږي. ده ووئيل په دې وخت كښې په هېواد كښې د كورونا وائرس د رنځورانو شمېره 2 لكه 85 زره ده. دا د حكومت ، اېن سي او سي كاميابي ده چې د سمارټ لاك ډاٶن له مخې ټول هېواد بند نه كړے شو بلكې هغه ځايونه بند كړے شول چرته چې د خپرېدو زيات امكانات وو. ده ووئيل په يو وخت كښې د هېواد په ښارونو كښې د 700 نه تر 800 ځايونو كښې سمارټ لاك ډاٶن نافذ ؤ، اوس هم په 20 ضلعو كښې 85 سمارټ لاك ډاٶن شته او اوس حكومت د اېن سي او سي په مرسته د مائيكرو سمارټ لاك ډاٶن پلو ځي، په كوم بلاك يا كور كښې چې د كورونا رنځور وي، د هغه لاك ډاٶن به كولې شي. ده ووئيل زمونږ په ګاونډي هېوادونو كښې دا رنځ مخ په زياتېدو دے او تناسب ئې د پاكستان په مقابل كښې زيات دے. ده ووئيل صوبائي چيف سېكرټريز ته هدايت شوے چې د سېلګرې په ځايونو كښې دې اېس او پيز عملي كړے شي.وفاقي وزير ووئيل كله چې دا رنځ خپور شو نو برآمدات كښې د 40 فيصده نه هم زيات كمے راغلو او دې سره په محصولات كښې هم 40 فيصده كمې راغلو ځكه د ټولو څانګو په پرانستلو كښې د عام وګړي خيال ساتل شوے. ده ووئيل د دې رنځ په ضد د پاكستان د حكمت عملۍ په نورو هېوادونو كښې ستائنه كولې شي. ده ووئيل احتياط دې وكړے شي چې دغسې د دې رنځ په ضد دا بريا په ماتې كښې بدله نه شي.

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں