وفاقي وزير نور الحق قادري سره د سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات ٬په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد ۔26 اګست (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري سره د شورؤ په ورځ پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعيد المالكي ملاقات كړے كوم كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې مهال وفاقي وزير ووئيل پاك سعودي اړيكې د ورورولۍ او مرستې په خپلولۍ تړلې شوي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل پاكستانې اولس د خادم الحرمېن الشريفېن زر روغتيا له لاس په دعا دے۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال د محفوظ حج په كولو خادم الحرمېن الشريفېن د مباركۍ مستحق دے۔ د سعودي سفير وفاقي وزير سره خپلو خبرو كښې ووئيل په راتلونكو وختونو كښې به پاك سعودي اړيكې لا مضبوطې او مستحكمې شي ولې چې خادم الحرمېن الشريفېن پاكستان خپل دويم كور او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان خپل ځان سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير ګڼي۔ ده ووئيل عمره زائرينو لپاره د تګلارې او احتياطي تدبيرونو وضع كولو نه وروستو به ډېر زر عمره كول پېل شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں